د چین "کرونا" وژونکې ناروغۍ فرانسې، امریکا او اسټرالیا ته هم خپره شوې

د دې ناروغۍ له امله په چین کې دننه تر اوسه ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۲۸۷ کسان پرې اخته شوې دي.

په چین کې د کرونا په نوم اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ په سرعت د خپریدو په حال کې ده او د راپورونو له مخې دا ناروغي فرانسې او اسټرالیا ته هم خپره شوې ده.

چین نن وویل چې د دې ناروغۍ له امله په چین کې دننه تر اوسه یوڅلویښت کسان وژل شوي او لږ تر لږه یوزره دوه سوه اووه اتیا کسان پرې اخته شوې دي.

دا ناروغي د چین په نهه ویشت ولایتونو کې خپره شوې ده او د دوه سوه اووه دیرش ناروغانو روغتیایي وضعیت خطرناکه بلل شوی دی.

فرانسه وایي چې درې تنه یې په دې ناروغي اخته شوې دي.

د امریکا متحد ایالتونه هم په دغه هیواد کې پر دې ناروغۍ د دو کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي.

تر دې مخکې په اسټرالیا کې په دې ناروغي د یوه تن د اخته کېدو خبر ورکړل شوی و.