په ترکیه کې د د یوې سختې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمیر لږ تر لږه 21 کسانو ته ورسید.
دا زلزله د ریښتر په کچ 6 عشاریه اته بلل شوې چې تر زلزلې وروسته ټکانونه هم ورسره مله وو. زلزلې یو شمیر ودانۍ هم نړولې دي.
د ترکیې د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي، 17 کسان په شرقي ولایت الازیه او 4 تنه په بل ولایت ملاتیه کې وژل شوي دي.
د الازیغ ولایت یو اوسیدونکي رویټرز خبري اژانس ته وویل:” زلزله تیر ماسخوتن پنځه کم نهه بجې وشوه. موږ په کور کې وو، لومړنی ټکان یې ډېر اوږد و. 15 ثانیې یې دوام وکړ او وروسته ټول له کورونو ووتل. “
د الازیه او ملاتیه ولایتونو چارواکو ویلي چې په زلزله کې لږ تر لږه 920 کسان ټپیان شوې هم دي چې د سیمې روغتونونو ته لیږدول شوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خپل ټویټر ویلي، ټولې هڅې به ترسره شي څو الازیه کې د شوې زلزلې چې نورو ولایتونو کې هم احساس شوې تلفات او زیانونه راکم شي.