"د امریکا پر پوځي اډې د ایران د میزایلو په برید کې ۳۴ سرتېرو ته شدیده مغزي صدمه رسېدلې"

 د پنټاګون ویاند جانتن هوفمن پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ۱۷ عسکر لا هم تر درملنې لاندې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې په عراق کې د دوی پر پوځي اډې د ایران د راکټي حملې له امله ۳۴ عسکرو ته شدیده مغزي صدمه رسېدلې ده.

د پنټاګون ویاند جانتن هوفمن پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ۱۷ عسکر لا هم تر درملنې لاندې دي.

ایران د دې لپاره چې له امریکا د جنرال قاسم سلېماني د وژلو غچ واخلي، د جنورۍ په ۸مه نېټه، د عراق په لویدیځ کې پر عین الاسد هوايي اډه چې امریکايي پوځيان دېره دي د بالستیک میزائیلو حمله وکړه .

د حملې په وخت ۱۵۰۰ امریکايي عسکرو د عین الاسد په پوځي مرکز کې خدمت کاوه. خو د ایران له لوري د راکټي حملې خبرداری ورکړ شوی و او زیات عسکر په زېرخانو کې پټ شوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې ویلي و چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې دایران په حمله کې هېڅ امریکايي عسکر ته تاوان نه دی رسېدلی. خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې ۸ تنه عسکر چې د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوي وو، پرون امریکا ته ور ورسېدل او نهه تنه لا هم په جرمني کې تر طبي څارنه لاندې دي.