د کرونا ویروس؛ د افغانستان اتباع باید چین ته له غیرضروري سفره ډډه وکړي

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، خلک باید چین ته له غیر ضروري سفره ډډه وکړه.

په چین کې د کرونا په نوم یو وژونکی ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او څه باندې ۶۰۰ پېښې يې ثبت شوې دي.

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس بشیر حمید پرون د جنورۍ په ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم چین ته کم شمېر افغانان تګ راتګ کوي خو د سیمې په هېوادونو کې د کورنا په نوم د خطرناک وېروس د خپرېدو امکان د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي حمید وویل: "هغه کسان چې له سفره راغلي یا داسې کسان چې له بهره راغلي او د سینه بغل او زکام علایم څرګندوي، باید انتاني شفاخانې ته ولاړ شي، که څوک ډېر ضروري کار نه لري چین ته له سفره ډډه وکړي، له هغو کسانو سره چې ټوخی او ذکام لري باید ډېر نږدې نه شي او خپل لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي."

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس وویل چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وېروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.