عراق کې د امریکا پوځي حضور پر خلاف زرګونو کسانو بغداد کې لاریون وکړ

وروسته له هغې چې د ايران د قدس ځواک پخوانى قوماندان قاسم سليماني په بغداد کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، د عراق پارلمان د جنورۍ پر پنځمه د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره له عراقه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

زرګونه عراقيان د پلازمېنې بغداد د مرکز په دوو برخو کې نن راټول شوي دي.

دا خلک وروسته له هغې راووتل چې يوه وتلي شيعه مذهبي مشر په دغه هېواد کې د امريکا د پوځي حضور پر خلاف د "میليوني" لاريون غوښتنه وکړه.

دغه لاريون د مقتدا الصدر له خوا رابلل شوى چې په وروستيو کې يې ځان له ايران سره ډېر نږدې کړى دى.

لاريون کوونکي د تحرير ميدان پرځاى چې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو سمبوليکه سيمه ګڼل کېږي، نن سهار د بغداد په مرکزي ميدان الحريه کې راټول شول.

يوه لاريونوال عادل جبار وويل: "خلک د اشغالګرو وتل غواړي. خلک د اشغالګر اطافت نه کوي او نه يې مني او دا د عراق د پيوستون او حاکميت لپاره يو مليوني لاريون دى."

لاريونوالو چې د عراق بيرغونه يې رپول، د امريکا پرضد يې شعارونه ورکول چې په عراق او سوريه کې د داعش د افراطي وسلوالو پرضد د پوځي ائتلاف مشري کوي.

وروسته له هغې چې د ايران د قدس ځواک پخوانى قوماندان قاسم سليماني په بغداد کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، د عراق پارلمان د جنورۍ پر پنځمه د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره له عراقه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې سپينې ماڼۍ د امريکا او عراق د ولسمشرانو تر کتنې وروسته وويل، دوى په عراق کې د امريکا د پوځي حضور پر دوام موافقه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ او برهم صالح تېره چهارشنبه د سويس په داوس ښار کې د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره کتلي وو.