د جوزجان منګجیګ ولسوالۍ کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جوزجان ولايت د منګَجيګ ولسوالۍ پر مرکز د وسلوالو طالبانو په ډله ييزه حمله کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه حمله تېره شپه شوې چې درې سرتېري يې په نتيجه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي وجدان په خبره په نښته کې چې د شپې تر نيمايي روانه وه، درې وسلوال وژل شوي او يو قوماندان يې سخت ټپي شوى دى:

"د دښمن ٣ کسان وژل شوي او ٥ تنه ټپيان دي. ويل کېږي په ټپيانو کې مولوي احمدشاه هم شامل دى چې سخت ټپي شوى."

ښاغلى وجدان وايي مولوي احمدشاه د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و او په وژل شويو کې د دوى يو سرګروپ قاري اصف هم شامل دى چې په ادريس مشهور و.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد په ټويټر کې ليکلي، چې دوى په دې حمله کې ٣ پوليس وژلي او ٢ ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ويلي چې په دې نښته کې يو طالب هم وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوي دي.