افغان او سعودي چارواکي په ترهګریزو شبکو او سولې غږیدلي

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري.

افغان او سعودي چارواکي خپلو کې د سیمه ایزو ترهګرو شبکو په اړه د معلوماتو په شریکولو او د افغان سولې په برخه کې د سعودي پر هڅو غږیدلي دي.

ارګ وايي، په دې مسئلو پرون (پنجشنبه) د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود تر منځ لیدنه کې خبرې وشوې.

د ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په وینا "دواوړ لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د سولې په پروسه کې د علماو د رول د پیاوړتیا په برخه کې د هیوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د هڅو" او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو "په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تروریستي شبکو اړوند معلوماتو شریکولو او سیمه کې د شخړو راکمولو په اړه" خبرې وکړې.

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري، افغان دولت یې تل د افغانستان په سوله کې رول مهم بللی او د افغانستان د سولې په چارو کې یې پرلپسې د سعودي چارواکو د همکارۍ غوښتنه کړې.