اسراییل د ایران رژیم "د مځکې پر سر تر ټولو سخت یهودي ضد" بولي

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو

د امریکا متحده ایالتونو او اسراییل د اشویتځ د اجباري کمپ د ازادۍ د 75 یمې کالیز یادون پر ایران د انتقاد د فرصت په توګه کارولی دی.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو ایران رژیم "د مځکې پر سر تر ټولو سخت یهودي ضد" بللی دی.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د نړۍ د حکومتونو او دولتونو تر څلوېښتو زیاتو مشرانو غونډې ته وینا کې هغه څه وغندل چې نوموړي د "تهران مستبدان" وبلل او ویې ویل "بل هولوکاسټ( یا د یهودانو ډله ایزه وژنه) به نه پېښیږي."

نوموړې د هولو کاسټ نړیوال فورم ته وویل: "موږ لا هم باید د د مځکې پر سر تر ټولو سخت یهودي ضد رژیم ( ایران ) په وړاندې چې په څرګنده د اټومي وسلو د ترلاسه کولو او د یوازینې یهودي دولت د له منځه وړلو هڅه کوي، یو موټی او پریکنده دریځ خپل کړو."

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس هم پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ایران په وړاندې "پیاوړی دریځ" خپل کړي، هغه هیواد چې د نوموړي په وینا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چیرې چې د هولوکاسټ (د نازي جرمني له خوا د یهودانو د ډله ایزې وژنې) نه منل دولتي پالیسي ده.

تهران د اتومي وسلو د تر لاسه کولو د هڅې ادعاوې رد کړي او دا هم نه مني چې ګوندي یهودي ضد پالیسي لري.

ایران وايي، دوی د یهودي دولت مخالف او د فلسطینیانو د دریځ ملاتړ کوي او په ایران کې د یهودي اقلیت په شمول له یهودي وګړو سره کومه ستونزه نه لري.