افغانستان کې تېر کال ۱۶۲ روغتیايي مرکزونه جګړو ویجاړ کړي

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د جنورۍ په ۲۳مه ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې له امله تېر کال له درې نیم زره روغتیايي مرکزونو ۱۶۲ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نظام‌الدین جلیل د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په ټول افغانستان کې تر یو میلیون زیات وګړي له دې امله متأثر شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا او په ډېرو کلیوالي سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک د علاج لپاره اکثر ګاونډیو هېوادونو یا هند ته ځي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې یوازې په ننګرهار کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو، دوا او نورو سهولتونو د نشتوالي له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.