هلمند کې طالبانو د ملي امنیت ادارې یو چارواکی وژلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

په هلمند کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو چارواکی له کاره خپل کور ته پر لاره د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی او یو همکار یې زخمي شوی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند زمان همدرد نن د جنورۍ په ۲۳مه، اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې وسله‌والو پرون ماښام د ملي امنیت ادارې د رسنیو د برخې پر مشر حمله وکړه .

همدرد ویلي چې د پېښې په اړه څېړنه کېږي. طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.