د بغلان-پلخمري ترمنځ لاره کې ۴ دولتي سرتېري وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

طالبانو تېره شپه د بغلان او پلخمري ترمنځ پر سړک پر یوه امنیتي پوسته حمله کړې او د امنیتي ځواکونو ۴ غړي یې وژلي او ۷ تنه‌یې زخمیان کړي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال خان‌زاده مظلوم‌یار نن د جنورۍ په ۲۳مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې وسله‌والو شدیده حمله کړې وه او هغوی ته هم تلفات رسېدلي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند کړی.

د پلخمري او کندز لار له مرکزي بغلان ولسوالۍ تېرېږي او په شمالي سیمو کې له خطرناکو لارو ګڼل کېږي.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله د کابل او شمالي ولایتونو لویه لار د کیله‌ګي په سیمه کې بنده ده.