ډیموکراتانو له جمهوري غوښتونکو غوښتي د ټرمپ محاکمه کې یولاسي شي

د امریکا سنا مجلس له سې شنبې راهیسې د ټرمپ د محاکمې بهیر پیل کړی دی.

د امریکا د استازو جرګې ډیموکراتانو له جمهوري غوښتونکو سناتورانو غوښتي چې ورسره د ډیموکراسۍ په ساتنه کې مرسته وکړي او د ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمه کولو او له قدرته د هغه د لیرې کولو لپاره ورسره په هڅو کې یوځای شي.

ادم شیف چې په سنا کې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې لپاره د استازو جرګې له‌خوا د ټاکل شوي پلاوي مشري کوي، پرون په ښکاره د بیانونو د خپرولو لړۍ پیل کړه چې په ترڅ کې یې د ډیموکرات ګوند له‌خوا د ټرمپ د فاسدې طرحې په نوم دا غوښتنه کوي چې ټرمپ له قدرته د ناوړه استفادې او د کانګرس په لاره کې د خنډونو ایجادولو په خاطر باید محاکمه او له قدرته لیرې شي.

هغه له سناتورانو وغوښتل چې د سیاست په اړه بدبین ونه‌اوسي او پر ځای یې د امریکا د مؤسس چې استیضاح ته‌یې زمینه برابره کړې، درناوی وکړي.

سنا جرګې له سې شنبې راهیسې د ټرمپ د محاکمې بهیر پیل کړی دی.