ټرمپ او برهام صالح: په عراق کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او عراق ولسمشر برهام صالح د داووس غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه عراقي سیال برهام صالح موافقه وکړه چې په عراق کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا ده.

دواړو ولسمشرانو پرون د سویس د داووس اقتصادي غونډې په څنډه کې سره وکتل.

سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبه وویل، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د مبارزې په ګډون مهمه ده چې د متحده ایالاتو او عراق اقتصادي او امنیتي شراکت دوام وکړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا ټرمپ د یوه خپلواکه، باثباته او سوکاله عراق لپاره د متحده ایالاتو په نه‌ماتېدونکې ژمنې یو وار بیا ټینګار وکړ.

دا وروسته له هغې چې متحده ایالاتو په بغداد کې د ایران جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ کتنه ده.

د سلیماني وژل کېدو د عراق یو شمېر سیاسي مشران په غصه کړي او د دې هېواد پارلمان هم دې ته رأیه ورکړې چې امریکایي ځواکونه دې له عراقه ووځي.

له دې کتنې مخکې د عراق ولسمشر صالح وویل چې واشنګټن او عراق یو پایداره شراکت لرلی او متحده ایالات هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د عراق یو شریک پاتې شوی دی.

هغه وروسته ټرمپ ته وویل، دې ته اړتیا ده چې دغه مأموریت بشپړ شي.