'د تاجکستان حکومت د ازادي راډیو په اړه خپلو په ژمنو عمل نه‌دی کړی'

د ازادې اروپا، ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای

د ازادې اروپا، ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وایي، د تاجکستان حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او اجازه‌یې نه‌ده ورکړې چې د ازادي راډیو تاجکستان څانګه پرته له خنډونو خپل فعالیت ته په دغه هېواد کې ادامه ورکړي.

جیمي فلای په یوه لیک کې چې د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر سراج‌الدین مهرالدین په نوم‌یې د جنورۍ په ۲۱مه استولی، لیکلي دي چې موږ اوس په متبادلې لارې فکر کوو.

د ازادې اروپا، ازادي راډيو عمومي رئیس وروسته تر دې دا خبره وکړه چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د تاجک څانګې څلور غړو ته د شپږ میاشتو په مخه د فعالیت اجازه ورکړه او د دې ادارې اوو نورو خبریالانو ته‌یې په اکټوبر کې موقتي اجازه نامه ورکړې وه.

د تاجکستان د قانون له مخې باید لږ تر لږه دا اجازه د یوه کال په مخه وي.

په تاجکستان کې د ازادي راډیو د تاجک څانګې پخوانۍ اجازه‌نامه د نومبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د بې‌سرحده خبریالانو سازمان، د بشري حقونو د څار ډلې او د تاجکستان دننه د رسنیو د دفاع ډلو د تاجکستان د حکومت پر دې پرېکړې اعتراض کړی دی.