نامعلومو وسله والو ننګرهار کې یو قاضي وواژه

ارشیف

نامعلومو وسله والو په ننګرهار کې یو تن قاضي په ډزو وواژه.

د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار د استېناف محکمې یو قاضي په ډزو وواژه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي چې د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی.

ښاغلي خوګیاڼي که څه هم په دې اړه نور وضاحت ورنه کړ خو ویې ویل چې رفیع الدین د استناف محکمې برحاله قاضي و.

د دغې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.