چین کې ۴۴۰ تنه د تنفسي ناروغیو په نوي ویروس اخته شوي

چیني روغتیاپالان د ویروس د نمونې د لېږد پر مهال.

د چین د ملي روغتیا کمیسیون وايي چې د دغه هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۴۴۰ کسان د تنفسي ناروغیو په ویروس اخته شوي دي.

تر دې دمه د نهو تنو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

یوه چینایي چارواکي وویل چې د تنفسي ناروغیو د دغه زېږوونکي نوي ویروس د خورېدو مخنیوی ځکه روغتیاپالو ته ستونزمن شوی چې دا ویروس د چاپېریال او بدلونونو په وړاندې مقاومت کولای شي.

لومړی د دې ویروس د خپرېدو راپور په ډسمبر میاشت کې له واهان ولایته ورکړل شو.

دا ویروس «nCoV-۲۰۱۹» نومول شوی او ډاکتران وايي ښايي انسانانو ته په دې ویروس د ککړو سمندري خواړو یا ژوبڼ له لارې ناروغي انتقال شوې وي.

امریکايي چارواکو ویلي دي یو سړی چې د جنورۍ په ۱۵مه د چین له واهان د امریکا واشنګټن ته ستون شوی و د سیاټل ښار ته نږدې په یوه روغتون کې بستري شوی.

د دغه بستري کس وضعیت ښه بلل شوی.

په تایلند، جاپان، تایوان او سوېلي کوریا کې د دغه نوي تنفسي ویروس تازه پېښې راپور شوي.

روغتیا نړیوال سازمان نن یوه بېړنۍ ناسته کوي او دا واضح کوي چې ایا په چین کې د نوي ویروس خپرېدل یو نړیوال روغتیایی بېړنی حالت دی که څنګه.