'شمالي کوریا د اټمي وسلو په اړه کړو تعهداتو ته نور ژمنه نه‌ده'

د شمالي کوریا رهبر د راکټ ازمویلو د یوه مرکز د لیدو پر مهال.

شمالي کوريا وايي نور خپلو هغو تعهداتو ته ژمن نه‌دى چې د اټمي وسلو او ميزائيلو د توغولو د ځنډولو په تړاو يې کړي وو.

دغه هېواد پر امريکا تور ولګاوه چې پر پيونګ يانګ د لګول شويو "ظالمانه او غير انساني" بنديزونو د ليرې کولو لپاره د ضرب‌الاجل په مراعات کې پاتې راغلى دى.

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د شمالي کوريا سلاکار جو يونګ چول پرون وويل، دا اوس څرګنده شوې چې امريکا د شمالي کوريا د پرمختګ د مخنيوي او د هغه د سياسي سيستم د زندۍ لپاره په خپل هدف کې بدلون نه‌دى راوستلى.

د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د پيونګ يانګ اټمي پروګرام له کبله د لګول شويو بنديزونو ليرې کېدو ته د ٢٠١٩ میلادي کال پاى د ضرب‌الاجل په توګه ټاکلى و.

خو په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوريا سلاکار وويل، بيا هم هېواد يې له امريکا سره د باور فضا د ايجاد لپاره د اټمي وسلو ازموينې او د لويو وچو ويشتونکو توغنديو توغول ځنډولي دي.

خو جو يونګ چول وويل، امريکا له جنوبي کوريا سره خپلو ګډو تمريناتو ته دوام ورکړى او پر شمالي کوريا يې نور بنديزونه لګولي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره خپله دوستي ستايلې او دواړو رهبرانو له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د پاکولو لپاره په دوه اړخيزو خبرو کې د بريا عام بيانونه ورکړي دي.

خو په دې برخه کې لږ پرمختګ شوى، ځکه واشنګټن غواړي د بنديزونو تر ليرې کېدو مخکې پيونګ يانګ له خپلو اټمي وسلو لاس واخلي، خو شمالي کوريا وايي اول دې بنديزونه ليرې شي.