رابرت ووډ د ټرمپ د وژلو پر سر د یوه ایراني وکیل جایزه خندوونکې وبلله

د بې‌وسلې کولو په چارو کې د امريکا دايمي استازی رابرت ووډ

د امريکا متحده ايالاتو يوه لوړ رتبه ډيپلومات د ايران د پارلمان د يوه غړي هغه خبره د خندا وړ وبلله چې ويلي يې دي، که چا ولسمشر ډونالد ټرمپ وواژه جايزه به ورکول کېږي.

د بې‌وسلې کولو په چارو کې د امريکا دايمي استازي رابرت ووډ وروسته له هغې عکس‌العمل وښود چې د ايران يوه وکيل احمد حمزه د ولسمشر ټرمپ د وژلو په بدل کې درې میليونه ډالره جايزه اعلان کړه.

دا جايزه‌يې د ايران د يوه وتلي قوماندان قاسم سليماني د وژنې د غچ په توګه اعلان کړه.

سليماني د جنورۍ پر درېيمه په بغداد کې د ولسمشر ټرمپ په امر د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

احمد حمزه ايران د پارلمان يا مجلس ډېر پېژندل شوى غړى نه‌دى.

ښاغلي ووډ په جنيوا کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: "دا جايزه د خندا وړ ده، خو تاسو ته د ايران د رژيم ترورېستي پيوندونه څرګندوي."

د هغه په خبره دغه رژيم د خپل چلند بدلولو ته اړتيا لري.