چین کې یوې محکمې د انټرپول مخکېنی مشر محاکمه کړ

د محکمې له لوري په یوه بیان کې لیکل شوي چې مینګ هوي ویلي چې د استېناف محکمې ته تګ نه‌غواړي.

د چین یوې محکمې د نړیوالو پولیسو یا انټرپول یو مخکېنی مشر مینګ هونګوی د رشوت اخیستلو او له صلاحیته د ناوړه کار اخیستلو په تور محاکمه کړ.

محکمې نن د جنورۍ په ۲۱مه پر هغه د دریالس نیم کاله زندان او ۲۹۰ زره ډالرو جریمې حکم وکړ.

د محکمې له لوري په یوه بیان کې لیکل شوي چې مینګ هوي ویلي چې د استېناف محکمې ته تګ نه‌غواړي.

د چین محکمې ویلي چې مینګ له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د انټرپول د ریاست پر مهال د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جایدادونه رشوت اخیستي او نوره سوء استفاده‌یې هم کړې ده.

انټرپول چې مرکز یې په فرانسه کې دی، دوه کاله مخکې ویلي و چې د مینګ ښځې خبر ورکړی چې مېړه‌یې چین ته تللی او هلته بې‌درکه شوی دی.