د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ: د ملي بودجې طرحه نیمکړې ده

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د دغه څېړنیز راپور د خپرولو پر مهال.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په یوه څېړنیز راپور کې د دې هېواد د ۱۳۹۹ لمریز کال د ملي بودجې طرحه نیمکړې وبلله.

په داسې حال کې چې په پام کې ده ولسي جرګه سبا د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې طرحه رأی‌ګیرۍ ته وړاندې کړي، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، دغه طرحه بشپړه نه‌ده او بیا کتنه غواړي.

د دغه بنسټ د اړیکو او عدالت غوښتنې د څانګې مسؤل محمد ناصر تیموري وايي، د ملي بودجې د طرحې په ترتیبولو کې له خلکو، مدني بنسټونو او متخصصینو سره مشوره شوې ده.

ښاغلي تیموري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ د سلواغې ۰۱» د ملي بودجې د طرحې په اړه د خپلو موندنو د راپور د خپرولو پر مهال وویل، د ملي بودجې ډېره برخه امنیتي سکټور ته ځانګړي کول او په‌کې احتیاطي کوډونه، د یادې بودجې د طرحې جدي ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د دفاعي او امنیتي بودجې کمولو ته پام وکړي او په دې اړه دې بحثونه پیل کړي. همدارنګه احتیاطي کوډونو ته دې هم جدي بیا کتنه وشي چې ملي بودجه په ښه توګه ترتیب شي."

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ټینګار کوي چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودجې طرحه په ټوله کې نیمګړتیاوې لري او ولسي جرګه‌یې باید له تصویبولو دمخه بیا وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزارت د مسؤلینو په خبره، په پام کې ده ولسي جرګه پر دغې بودجې تر یو میاشتنیو بحثونو وروسته د چهارشنبې په ورځ په عمومي ناسته کې رأی‌ګیري وکړي.

د افغانستان د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۹ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ټینګار کوي چې اوس هم د هېواد ۵۰ سلنه بودجه له بهرنیو مرستو تمویلېږي.