تهران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په اړه تازه جزئیات

په تهران کې د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې ټوټې

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې تأیید کړه چې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې الوتکه چې د جنورۍ په ۸مه نېټه له تهرانه تر پرواز لنډ وخت وروسته راوغورځېده، په دوو مزائیلو ویشتل شوې وه.

د ایران دې ادارې د پېښې په اړه په دوهم ابتدايي راپور کې ویلي چې لا هم د پېښې په اړه څېړنې کوي.

د اوکراین د نړیوالې هوایې کرښې په الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې په خپل راپور کې ویلي چې الوتکې ته دوه "تور ام ون" مزائیل ورویشتل شوي وو.

دا د لنډ واټن ویشتلو مزائيل دي چې په پخواني شوروي اتحاد کې به جوړېدل.

دا مزائیل په اساسي ډول د الوتکو او کروز مزائیلو د په نښه کولو لپاره جوړ شوي دي.

د ایران تر راپور مخکې، نیویارک ټایمز په یوه راپور کې چې وېډیو هم ورسره خپره شوې وه، ویلي و چې الوتکې ته دوه مزائيل ورویشتل شوي وو.

کاناډا او اوکراین چې په الوتکه کې یې وګړي وژل شوي وو، د ایران له حکومته غوښتنه کړې وه چې د الوتکې د پرواز د ثبت ماشینونه "بلک باکس" او د غږ د ثبت وسایل د څېړنې لپاره بهرنیو کارپوهانو ته وسپاري.

افغانستان، اوکراین، بریتانیا، کاناډا او سویډن چې اتباع‌یې په پېښه کې ووژل شول، په یوه ګډ بیان کې په دې اړه د خپلواکو او بې‌پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.