د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د ګازو بیې راټیټې شوي

ارشیف

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روانې اوونۍ له پیله د ګازو بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، اوس‌مهال په عمده ډول د یو کیلو ګازو بیه په ۵۲ او په پرچون ډول بیا ۶۰ افغانۍ ده.

نوموړي وویل چې کابل ته په لاره د ګازو د ټانکرونو په رارسېدو سره به د ګازو په بیو کې نور هم د پام وړ کموالی هم راشي.

خو یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې لا هم یو کیلو ګاز له ۸۰ تر ۱۱۰ افغانیو پېري او په بازار کې د ګازو بیې نه‌کنټرولېږي.