چارواکي: د ټاپي پروژې عملي چارې روان میلادي کال پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې عملي چارې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه پیل شي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ټاپي پروژې د ځمکو د استملاک قانون مسوده هم چمتو شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د دغې پروژې عملي کار به د هرات نه د ۲۰۲۰ کال په لومړیو او یا وروستۍ ربعه کې پیل شي، دا د افغانستان لپاره یو مهم خبر دی، د افغانستان دولت هم خپل چمتووالی نیسي چې څنګه خپل کارونه پیل کړي."

ښاغلی مسجدي دا هم وايي چې د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې ویلي چې د ځمکو استملاک مدیریت د قانون مسوده چمتو شوې او عدلیې وزارت ته لېږل شوې ده چې ژر به د تصویب لپاره پارلمان ته ولېږل شي.

د ده په خبره په دغه کتنه کې ټینګار شوی چې د افغانستان حکومت دې مخکې له مخکې د ټاپي پروژې له ګازو څخه د ګټې اخیستنې منظم پلانونه او کړنلارې چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د طبیعې ګازو د لېږد نل‌لیکه ټوله کې ۱۸۱۴ کیلو متره ده چې ۸۱۶ کیلو متره‌یې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.