د امریکا په مشرانو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح بهیر بیاپیلېږي

د امریکا د مشرانو جرګې د تالار انځور-ارشیف

په پام کې ده چې نن د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د امریکا په مشرانو جرګه کې د ولسمشر ډونالد ترمپ د استیضاح بهیر بیا پیل شي.

د ټرمپ د استیضاح بهیر به په اوونۍ کې شپږ ورځې دوام وکړي او سناتوران به یوازې د هرې یکشنبې په ورځ رخصتي کوي.

پرون دوشنبې د ټرمپ مدافع وکیلانو د ډیموکراتانو پر ضد چې غواړي د اوکراین پر وړاندې د چلند په خاطر ټرمپ محکوم او له دندې لیرې کړي د دفاع مفصله طرح وړاندې کړه.

د استازو په جرګه کې ډیموکراتانو پر ښاغلي ټرمپ تور لګولی چې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره‌یې له واک څخه ناوړه استفاده کړې او د اوکراین پر حکومت‌یې فشار راوستی دی.