د عراق امنیتي چارواکي وايي، نن سه شنبې د پلازمېنې بغداد د مرکز په امنیتي کمربند کې دننه چې دولتي ودانۍ او نړیوالې مؤسسې پهکې دېره دي، درې کاتیوشا ډوله توغندي ولګېدل.
د عراقي پولیسو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته وویل، دا توغندي بغداد ته نږدې له زعفرانیه ناحیې څخه توغول شوي وو او د امریکا سفارت ته نږدې لګېدلي دي.
یوه سیمهییز ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی چې په برید کې هېڅوک نهدي ټپیان شوي او یوازې مالي زیانیې اړولی دی.
نن سهارنی برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په عراق کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو لړۍ بیا پیل شوه او په دې ترڅ کې په بغداد او نورو ښارونو کې د ۲ پولیس افسرانو په ګډون شپږ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.