د روسیې اساسي قانون کې د تعدیل طرحه پارلمان ته وړاندې شوه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد په اساسي قانون کې د تعدیل یوه ټولګه پارلمان ته وړاندې کړې ده.

ښاغلي پوتین د جنورۍ په ۱۵مه خپل ولس ته په وینا کې د روسیې په اساسي قانون کې د پراخو اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې وه.

د دې وړاندیز شویو اصلاحاتو لایحه پرون دوشنبه د روسیې د پارلمان په وېب‌پاڼه خپره شوه. د دې لایحې پر بنسټ په روسیه کې د یو شخص د ولسمشرۍ دوره دوه پړاونو ته راکمېږي او پارلمان دا واک ترلاسه کوي چې صدراعظم وټاکي.

تمه کېږي چې د روسیې د استازو جرګه یا دوما به له نن سې شنبې څخه پر دې وړاندیز شوې ټولګې بحثونه پیل کړي.

د ولسمشر پوتین د تېرې اوونۍ وینا د دې سبب شوه چې د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف له خپلې دندې استعفا وکړي او ځای یې میخایل میشوستین ونیسي.

کرملېن همدارنګه اعلان وکړ چې د روسیې لوی څارنوال یوري چایکا له ۱۴ کلونو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي.