د بېپولې ژورنالېستانو سازمان له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دې دغلته یو نیول شوی خبریال خوشې کړي.
د راپورونو له مخې اظهار الحق وحید څلور ورځې مخکې د هغه څه په خاطر چې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د دولت ضد مطالبو خپرول بلل شوي، په لاهور ښار کې ونیول شو.
د یوې سیمهییزې محکمې قاضي د دوشنبې په ورځ د هغه د خوشې کولو غوښتنه رد کړه او د بندي کولو امر یې وکړ.
د بېپولې خبریالانو نړیواله ټولنه وايي، ښاغلي وحید له "چینل ۵" ټلوېزیوني شبکې او خبرین ورځپاڼې سره کار کاوه او ښايي درې کاله په بند محکوم شي.
د بېپولې خبریالانو د سازمان بیان کې همدارنګه ویل شوي، د دې پاکستاني خبریال نیول د هغو خبریالانو د وېرولو د ښکاره هڅې څرګندونه کوي چې له سانسوره سرغړاوی کوي.
د بېسرحده ژورنالېستانو په بیان کې د اظهار الحق د مدافع وکیل له خولې ویل شوي، مؤکلیې ځکه له سزا سره مخ دی چې نوموړي د محکمې د هغه حکم په اړه چې څو ورځې مخکې یې پروېز مشرف له اعدام معاف کړ انتقادي مطلب خپور کړی و.
پاکستان د بیان د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۴۲ ځای لري.