په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد

ارشیف

په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد.

د راپورونو له مخې دا توغندی د شنبې په شپه د مارب په ښار کې پر یوې مدرسې لګېدلی دی.

توغندی په داسې حال کې په دې مدرسه ولګېد چې د یمن ولسمشر ته وفادار ځواکونه هلته موجود وو.

چارواکو همدارنګه ویلي چې ۱۴۷ کسان تر دې مهاله ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید یو ترورېستي برید او د ایران پلوه حوثي ملېشو کار بللی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم دا برید غندلی و.

یمني حوثي یاغیانو چې د ایران رژیم‌یې ملاتړ کوي، د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.