'کابل کې به د ګازو د پلورلو دولتي شرکتونه زیات شي'

آرشیف

د افغانستان د نفتو او ګازو اداره وايي، د ګازو د خصوصي پلورونکو د بیو د لوړولو د مخنیوي لپاره یې تصمیم نیولی چې له یوې میاشتې نه په لږه موده کې په کابل کې د ګازو د پلورلو دولتي شرکتونه زیات کړي.

د دغې ادارې مسؤلین د ګازو په پلورلو کې، سوداګر په بې انصافۍ تورنوي او خبرداری ورکوي چې وروسته له دې به د ګازو د هغو دکانونو په تړلو له پولیسو او څارنوالۍ نه مرسته وغواړي چې په لوړه بیه یې پلوري.

د دغې ادارې د عامه اړیکو مدیر معراج الدین ازادي راډیو ته وویل، د ګازو د پلورلو کوم دکانونه چې د ګازو د لوړو بیو له امله تړل شوي وو، بېرته ېې فعالیت پیل کړی دی.

هغه زیاتوي: "موږ دا ځل مکلف یو چې ګرځنده ټیمونه مو له پولیسو او څارنوالۍ نه مرسته وغواړي ځکه کله چې مو یو دکان تړلی، بېرته یې فعالیت پیل کړی دی، زموږ سوداګر دروغ وايي، نه سخته لاره او نه هم بله بهانه لرو چې سوداګر پرې ګاز راوړي، ګاز باید په پخوانۍ بیه ( ۵۲) افغانیو وپلورل شي."

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سوداګرو ژمنه کړې چې د ګازو په بیو کې به کمی راشي.