بلخ کې د کونځلو حاصلات ۴۶ سلنه زیات شوي

سږ کال بلخ کې په څلور زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې چې ۲۴۳ ټنه حاصل‌یې ورکړی.

په بلخ کې د کونځلو حاصلات ۴۶ سلنه زیات شوي دي.

د بلخ د کرنې ریاست امر ذبیح‌الله زوبین وايي، په روان کال کې په څلور زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې چې درې زره او ۲۴۳ ټنه حاصل‌یې ورکړ.

نوموړي وویل چې د کرنې وزارت له لوري بزګرو ته د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، له موسمې ناروغیو سره مبارزه او وروستي ورښتونه لامل شوي چې په دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات زیات شي.