د فاریاب والي: د یوې کورنۍ د غړو په وژنه تورن وسله‌وال طالب ووژل شو

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق

د فاریاب والي وايي په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په وژنه تورن وسله‌وال طالب له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان دي.

نقیب‌الله فایق نن ازادي راډیو ته وویل طالبانو تېره شپه د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ۲ مېرمنې، یو ۴ کلن ماشوم، یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او دوه نارینه په‌کې شامل دي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د فايق په وینا دا پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو له‌خوا د اندخوی ولسوالۍ په اورګنجي خانې سیمه کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده یوه لویه صحرايي محکمه جوړېږي، شپږ کسان وژل کېږي او دوه نور سخت ټپيانېږي."

له دې مخکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي و، په دې برید کې یو کس چې د طالبانو له لیکو څخه جلا شوی و، له خپلې کورنۍ سره په نښه شوی دی.