'ننګرهار او هلمند کې د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله‌وال وژلي'

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت عمومی ریاست وایي چې په ننګرهار او هلمند کې د دوی ځانګړو ځواکونو د دوو پاکستاني وسله‌والو په شمول ۱۱ وسله‌وال مخالفین وژلي دي.

دا خبره یاد ریاست پرون ماښام په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د مولوي مجیب‌الله په نوم په یوې اډې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د دوو پاکستاني ترهګرو په شمول ۶ کسه وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي.

د ملي امنیت عمومي ریاست همدراز ویلي چې په ننګرهار کې هم د خوګیاڼیو ولسوالۍ په زنګور کلي کې د طالبانو په یوې اډې د دوی خاصې قطعې بریدونه کړي او د یوه سرګروپ په شمول‌یې د طالبانو ۵ وسله‌وال وژلي دي.

په بیان کې نه‌دي راغلي چې ایا افغان پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که څنګه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.