د بریتانیا صدراعظم: روسیه دې بیا په بریتانیا کې کیمیاوي برید نه‌کوي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې هغه ته ویلي چې روسیه دې بیا کوم کیمیاوي برید ونه‌کړي.

روسیې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بریتانیا په سالزبري ښار کې په یوه پخواني روسي جاسوس د کیمیاوي ګازو په واسطه برید کړی و.

د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون دفتر په یوه بیان کې ویلي چې جانسون د برلین د ناستې په يوه څنډه کې یکشنبه ماښام پوتین ته وویل: "تر څو چې روسیه خپلو بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو ته دوام ورکوي د لندن او مسکو اړیکې به عادي نه‌شي."

د دې اعلامیې له مخې جانسون پوتین ته دا هم ویلي د سالزبري ښار د پېښې په اړه چې روسیې د بریتانیا په خاوره کې د خلکو د ظالمانه وژنې کوښښ کړی و د بریتانیا دریځ نه‌دی بدل شوی.

کرملېن د بریتانیا تورونه بې‌ځایه بللي و چې ګواکې د روسیې د پوځي استخباراتو یو پخوانی جاسوس سرګي سکريپال په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له خپلې لور سره یوځای د نوویچوک په نوم د وژونکي کیمیاوي ګاز په واسطه بې‌سده شوي وو.

سکریپال او لور یې یولیا تر دې برید وروسته ډېر وخت په روغتون کې په کوما حالت کې و او اوس د بريتانیا د دولت له لوري کوم نامعلوم ځای کې مېشت کړای شوي.