په ایران کې د وژل شویو ۱۱ اوکراینیانو مړي کیف ته رسېدلي

مړي په یوه پوځي الوتکه کې کیف ته ورسول شول او هلته د شپې ناوخته پورې د درناوي مراسم روان و.

په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ۱۷۶ وژل شویو له ډلې د ۱۱ اوکرایني اتباعو مړي پرون کیف ته ورسېدل.

مړي په یوه پوځي الوتکه کې کیف ته ورسول شول او هلته د شپې ناوخته پورې د درناوي مراسم روان و.

له ۱۱ وژل شویو اوکراینیانو نهه د اوکراین ایرلاین د بوینګ الوتکې پیلوټان او کارکوونکي و.

د جنورۍ په اتمه د سپاه پاسداران د هوايي ځواک په یوه راکټ باندې د اوکراین ایرلاین الوتکه سهار وختي نسکوره او ټوله سورلۍ یې ووژل شوه.

په وژل شویو کې ۱۳ افغانان هم شامل و.

ایران څو ورځې وروسته ومنله چې د دوی د انساني تېروتنې په سبب اوکرایني الوتکه د ایران د هوايي ځواک په راکټ لګېدلې.