د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي دي.
دوی وايي سږ کال په روانو پوځي عملیاتو، د شبې له خوا چاپو او هوايي بریدونو کې سلګونه وسله وال طالبان او د هغوی قومندانان وژل شوي او یو شمیر یې ژوندي نیول شوي دي.
د دوی په خپره، په دغه وسله والو کې عرب، پاکستاني، چیچنیايي او نور بهرنیان هم شامل دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تر اوسه پورې تر شپاړس سوه پورې وسله وال وژل شوي او دېر شمېر ټپیان شوي هم دي.
وسله وال طالبان هم هغوی ته وراوښتې مرګ ژوبله مني، خو دغه شمېر نه تاییدوي.
خو خلک هیله لري چې طالبانو سره د سولې روانې خبرې نتیجه ورکړي او یوې دایمې سولې ته ورسېږي.