ځینې اوسېدونکي: د سېلابونو له امله "امو سیند" خلکو ته درانه زیانونه اړوي

د اموسیند غاړې

د کندز ولایت د سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې هرکال د سیلابونو له امله امو سیند د استوګنې کورونو، کرنیزو ځمکو او باغونو ته درانه زیانونه اړوي.

د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر اوسېدونکي غلام جیلانې په دې اړه وویل: "هرکال چې د سيند اوبه زیاتېږي، زموږ د اوبو بندونه او ځمکې له ځان سره وړې، ځکه د امو سيند د غاړې په اوږدو کې تحکیمات نه دې ترسره شوي او له کبله یې هرکال د سېند اوبه خلکو ته درانه مالی زیانونه اړوي."

دوی پر دولت غږکوي، چې د امو سېند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي څو د خلکو کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګن کورونه داوبو له ګواښه په امن کې شي.

دغه راز د کندز د قلعه‌زال ولسوالۍ اوسېدونکي سیدشاه په دې اړه وویل: "د قلعه‌زال ولسوالۍ د کُلخ‌تِپه، باغِچه،خشت‌تِپه او بغرِکول سیمو کې د امو سېند دخلکو کرنیزې ځمکه له منځه وړي دي او دغه راز د اوبو بندونه یې خراب کړي دي او د سیند ګواښونو خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي."

له دې سره سم په کندز کې د امو د پنځمې حوزې د سیندونو د ادارې رئیس انجنیر محمدسالم اکبر بیا وايي، د اموسيند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو په برخه کې یو اندازه کارونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په روان کال کې د امام صاحب ولسوالۍ د شال بافې او برزنګې سیمو کې د تحکیماتو پروژې پلې شوي دي او له کبله یې سلګونه جریبه ځمکه او ګڼ شمېر کلي د اوبو له ګواښه ژغورل شوي او د پلان له مخې په راتلونکی کال کې هم د کندز په امام صاحب او قلعه‌زال ولسوالیو کې د تحکیماتو پروژې پلې کېږي."

د امو سېند سرچېنه د بدخشان د پامیر غرونو څخه پیلیږي خو کله چې له بدخشان، تخار او کندز ولایتونو څخه تېریږې هر کال په یادو ولایتونو کې د خلکو له کرنیزو ځمکو، باغونو او استوګن کورونو ته درانه زیانونه اړوي.