بغلان کې د غلو او ځوروونکو پر ضد کمپاین پیل شوی

پولیس وايي چې په پلخمري کې به د غلو او د خلکو د ځوروونکو پر ضد عملیات دوام وکړي.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې پولیسو د غلو او ځوروونکو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د بغلان د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن وویل، پولیسو په دې لړ کې تراوسه ۸ تنه نیولي دي.

د پولیسو په وینا له نیول شویو کسانو سره ۳ کلاشینکوفونه، ۹ تومانچې او یو شمېر چړې موندل شوي دي.

پولیس وايي چې په پلخمري کې به د غلو او د خلکو د ځوروونکو پر ضد عملیات دوام وکړي.

تر دې دوې اوونۍ وړاندې په پلازمېنه کابل کې د غلو او انسان تښتونکو خلاف کمپاین پیل شو چې په لړ کې یې سلګونه مشکوک کسان ونیول شول.

په بغلان کې دا کمپاین وروسته له دې بیل شو چې څو ورځې وړاندې وسله وال غله د ریاضۍ د یوه استاد کور ته ولوېدل، قیمتي وسایل یې ورڅخه یووړل او هغه یې سخت وواهه.