هلمند کې د مرخېړیو کرکېله زیاته شوې

له مرخېړیو د ویني فشار په کنټرولو، د هډوکو د ناروغیو او مکروبي ناروغیو په درملنه او یو شمېر نورو طبي برخو کې ګټه اخېستل کېږي.

په هلمند کې د مرخېړیو کرکېله زیاته شوې ده.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پلان او همغږۍ مسوول رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل، چې په هلمند کې د مرخېړیو کرکېلې ښه نتېجه ورکړې او دا د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.

نوموړي وویل، چې د افغانستان مرخیړي په کور دننه او بهر ښه مارکیټ لري.

هغه زیاته کړه: "دا نبات کورني مارکېټ ترڅنګ نړېوال مارکیټ هم لري چې مونږ به سېمه کې له یو شمېر سوداګرو سره خبرې وکړو څو بهر ته د صادرولو زمینه برابره کړي."

که څه هم په هېواد کې دننه د مرخیړیو د خرڅلاو ټاکلې اندازه معلومه نه ده خو په بهر کې یو کیلو ګرام مرخیړي په ۱۴۰ ډالره پلورل کېږي.

له مرخېړیو تر ډېره د ویني فشار په کنټرولو، د هډوکو د ناروغیو او مکروبي ناروغیو په درملنه او یو شمېر نورو طبي برخو کې ګټه اخېستل کېږي.

د هلمند د کرنې ریاست کروندګرو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د مرخېړیو د کر سپارښتنه کوي.