ټرمپ د امریکا او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون ۶۰ مه کالیزه ولمانځله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون شپېتمه کالیزه ولمانځله.

پخوا پر دې تړون انتقادونه شوي او د دوو پخوانیو متحدانو ترمنځ د لا ژور ايتلاف غوښتنه شوې ده.

ټرمپ پرون (شنبه) په یوه بیان کې وویل«په داسې حال کې چې امنیتي چاپېریال د خرابېدو په لور روان دی او نوې ننګونې سر راپورته کوي، ضروري ده چې زموږ ايتلاف لا غښتلی او ژور شي.»

ده همداراز ویلي، ډاده دی چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به په دوه اړخیز امنیت کې د جاپان ونډه زیاته شي او ايتلاف به نوره وده وکړي.

جاپان او امریکا لومړی په ۱۹۵۱ میلادي کال تړون لاسلیک کړ خو په ۱۹۶۰ میلادي کې، د جاپان د اوسني صدراعظم شینزو ابې نیکه د صدارت او همداراز د نوبوسوکي کیشي د صدراعظمۍ په دورو کې پرې بیا کتنې وشوې.