د ایران حکومت تائید کړه چې د اوکراینۍ الوتکې تور بکس به د اوکراین حکومت ته وسپاري. د جنورۍ په ۸مه د ایران پوځيانو د اوکراین د نړیوالې هوایي کرښې یوه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه وویشته چې ۱۷۶ تنه په کې ووژل شول.
د ایران حکومت وروسته ومنله چې الوتکه یې ویشتې خو ویې ویل چې پوځ سهواً دا کار کړی دی.
د ایران د ملکي هوايي چلند د تحقیقاتي پلاوي مشر حسن رضايي فر پرون، د جنورۍ په ۱۸مه، د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم ته وویل چې ایران داسې تکنالوژیکي امکانات نه لري چې د الوتکې په تور بکس کې د پرواز په اړه ثبت شوي معلومات تحلیل کړي.
هغه وویل چې کیف ته رسېدو وروسته به د امریکا، فرانسې اوکاناډا کارپوهان هغه معلومات وڅېړي.
د اوکراین حکومت مکرراً له ایرانه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د الوتکې د معلوماتو د ثبت بکس ورته وسپاري، څو د پېښې په اړه بې پرې او دقیقو تحقیقاتو لپاره کار ورڅخه واخیستل شي.