فراه کې د ایراني ریالو پرځای د افغانۍ دودولو هڅې پیل شوې

فراه په څلورو ولسوالیو کې د ایراني ریال پر ځای د افغانۍ د دودولو لپاره مبارزه پیل شوه.

د فراه والي محمد شعیب پرون، د جنورۍ په ۱۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې د انار درې، شیب کوه، قلعه کاه او لاش جوین ولسوالیو خلکو چې له ایران سره پر ګډه پوله پرتې دي، په بازارونو کې د ایراني ریال د کاروبار د بندولو نیت کړی دی.

محمد شعیب وویل چې په دې ولسوالیو کې په سلو کې نوي کاروبار د افغانیو پر ځاي په ایراني ریال کېږي.

محمد شعیب د فراه د څلورو ولسوالیو له یوشمېر خلکو سره په ګډه غونډه کې وویل: "تاسو ته معلومه ده چې ایرانی تومان (ریال) ورځ په ورځ په کښته روان دی، دا تاسو ته هم تاوان دی او افغانۍ خپل حیثیت ساتلی دی. تاسو ولیدل چې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې خلکو په خپله یودم کلداره بنده کړه او افغانۍ یې ترویج کړې او اوس د کلدارې ارزښت د افغانۍ په مقابل کې تر دوه برابره ټيټ دی."

د افغانستان په یوشمېر ختيځو او جنوبي ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې د بندولو لپاره پراخ کمپاینونه وشول