هرات کې حکومتي چارواکي د ۲۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي

د هرات سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د ۲۰ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ته زیاته مرګه ژوبله په کوه زور ولسوالۍ کې اوښتې ده.

"د چشت او کوه زور ولسوالیو کې د هوايي توپخانې په دوه بریدونو کې شل تنه وسلوال طالبان وژل شوي، چې ۱۵ په کوه زور او ۵ تنه په چشت کې وژل شوي دي".

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دا بریدونه پرون جمعه له غرمې وروسته شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې حکومتي او طالب لوری پرلپسې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي چې ډېر کله یې په خپلواکه توګه سپیناوی ستونزمن وي.