د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري نن ازادي راډیو ته وویل، په همدې هدف د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزیو او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید له پاره ۳۶۰ بزګرانو ته کورنۍ قوریې جوړې شوې دي.
نوموړي وویل، هر یوه قوریه د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ ده چې په ترڅ کې یې هر قوریه دار ته د جلغوزې دوه کیلو تخم، د چهارمغزو ۳۰ کیلو تخم او دغه شان ۲۵ کیلو ګرامه سپېنې او تورې سرې ورکړل شوي دي.
د خوست د کرنې رییس وویل، ددې پروژې په لومړي پړاو کې خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړول شامل و چې بشپړ شوي دي.
خوست ولایت د جلغوزیو او چارمغزو ډېر څنګلونه لري، خو د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې.