د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، سر له نن شنبې به په کابل ښار کې د ګازو په قیمت کې د پام وړ کموالی شي.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل: "په کابل ښار کې د عمده پلورونکو خصوصي شرکتونو له لوري له نن شنبې یو کیلو ګاز له ۵۶ افغانیو ښکته خرڅيږي. هغه وطنوال چې اړتیا لري کولای شي چې له دغو شرکتونو څخه ګاز واخلي."
نوموړي وویل، د ګازو بیه د سوداګرۍ خونې په همکارۍ راټېټه شوې او دوی له ټولو خصوصي شرکتونو هم غوښتي چې د ګازو بیې راټېټې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د نفتو او ګازو تصدۍ مسوولین وايي، د دوی کارکوونکي په بازار کې څارنه کوي او که چا له ټاکل شوي قیمت په لوړه بیه ګاز وپلورل، نو ورسره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې د هوا په سړېدو سره د یو کیلو ګازو بیه ۱۱۵ افغانیو ته پورته شوې چې د کابل ښاریانو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.