د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر سولې او ثبات خبرې کړي

قریشي او پامپيو په واشنګتن کې سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړې دي.

پامپیو په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون یې له قریشي سره وکتل، خو ده په دې اړه نور توضحیات نه دي ورکړي.

قریشي او پامپيو په واشنګتن کې سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا په ټویټر کې لیکې چې هېواد یې په ټوله سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

تر دې مخکې افغان او امریکایي چارواکو د پاکستان پر پوځیانو انتقاد کاوه چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې له زړه هڅې نه کوي، خو اسلام اباد تل دا انتقادونه رد کړې دي.