امریکا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پر یوه لوړپوړي جنرال بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د پوځ پر یوه لوی جنرال حسن شاهورپور بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، د جنورۍ په ۱۷مه وویل چې پر حسن شاهورپور بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې هغه د نومبر میاشت کې د ایران د حکومت پرضد پر ولسي مظاهرو خونړی بندیز لګولی و.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دا جنرال امریکا ته له سفره منع شوی دی.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي برایان هوک پرون وویل، جنرال شاهورپور په ماهشهر کې د مظاهره چیانو پرضد په عمل کې پر بشري حقونو سخت تېری کړی دی. هغه د تېرکال په نومبر میاشت کې د ۱۴۸ بې پناه ایرانیانو د قتل عام ننداره وکړه.

جنرال شاهورپور د هغو ډلو مشر و چې په ماهشهر کې یې پر مظاهرچیانو خونړۍ حملې وکړې او ویې ځپل.

د ایران حکومت په دې اړه چې په ماهشهر کې له مظاهره چیانو سره ظلم شوی د امریکا او د بشري حقونو د څارنې دنړیوالو ادارو رپوټونه بې اساسه بللي دي. خو منلې یې ده چې په دې سیمه کې یې یوشمېر وسله وال بېلتون غوښتونکي ځپلي دي.