په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان برښنا شرکت پر قراردادي کارکوونکو وروستۍ حمله په شدت غندلې ده.
د امریکا سفارت په دې اړه پر تویټر په یوه پیغام کې پرون د جنورۍ په ۱۷مه لیکلي چې د برښنا شرکت کارکوونکو د افغانستان د حکومت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په ګډه پروژه کې د میلیونونه انسانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کاوه.
د افغانستان د برښنا شرکت تائید کړې چې د پنج شنبې په ورځ یې پنځه کارکونکي په زابل کې د برښنا د مزو د ترمیم لپاره د کار په وخت د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
په چاودنه کې د برښنا شرکت یو کارکوونکی زخمي شوی دی.
د هغوی موټر د کلات او کندهار پر سرک، د شهر صفا ولسوالۍ په سوخت پل سیمه کې په ماین الوتی و.
په افغانستان کې د امریکا سفارت ټويټ کړی چې د برښنا شرکت کارکونکي په داسې وخت کې وژل شوي چې خلکو ته یې د برق رسولو او د هغوی د ژوند د ښه کولو هڅه کوله.