۶ هېوادونه ایران کې د ویشتل شوې الوتکې د څېړنې لپاره متخصیصین نوموي

ارشیف

اوکراین له شپږو هېوادونو غوښتي چې په ایران کې د ویشتل شوي الوتکې په اړه تحقیقاتو کې د مرستې لپاره دې خپل متخصصین ونوموي.

دا هېوادونه کاناډا، فرانسې، سویډن، جرمني، بریټانيا او ایران یاد شوي.

د اوکراین د لوی څارنوال دفتر د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه دا غوښتنه لېږلې چې په لندن کې د ویشتل شوي الوتکې په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شوه.

دا خبرپاڼه په داسي حال کې ده چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا فلیپ شامپین وویل چې کاناډا، افغانستان، برتانيه، سویډين او اوکراین له تهرانه غواړي چې د جنورۍ د اتمې په غمیزه کې د وژل شویو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

دوی همداراز وغوښتل چې ایران باید خپلواک او شفاف نړیوال تحقیقات پر مخ یوسي.

د اوکراین یوه مسافر وړونکي الوتکه د جنورۍ په اتمه په تهران کې له نړیوال هوایي ډګره له پورته کېدو څو شیبې وروسته وویشتل شوه.

ایران ومنله چې دوی دا الوتکه ویشتلې ده خو وروسته یې وویل چې دا یوه تېروتنه وه.