چارواکي: د عملیاتو پرمهال هلمند او بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي

ارشیف

چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال ۸ طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالي کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.

اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د خبرپاڼې په وینا په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.

طالبانو په دې اړه هم تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.