خوست کې یو کس د ۴۰ کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوی

ارشیف

په خوست ولایت کې یو تن د څه د پاسه څلوېښت کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، د جدي د میاشتې په (۲۵) نېټه پولیسو په ګربز ولسوالۍ کې (۴۴) کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې له یوه ګاونډي ولایت څخه یې خوست ته قاچاق کړي.

له نیول شوي موټر چلوونکی سره (۱۸) زره پاکستانۍ کلداري او (۱۹) زره افغانۍ هم نیول شوې دي.